ads

له کندهاره په لومړي ځل د پنبې صادرات پیل شول

په لومړی ځل د کندهار د صنعتي پارک تولید شوې پنبه ايران او ترکېې ته استول شوې ده.

تاج محمد ساحل
19 غبرګولی 1401
له کندهاره په لومړي ځل د پنبې صادرات پیل شول

د کندهار د کانونو او صنايعو خونې مسوولين وایي، د صنعت او کانونو په برخو کې يو شمېر بهرنیو پانګه‌والو پانګونې ته هم لېوالتیا ښودلې ده.
د کندهار په صنعتي پارک کې د پنبې د پروسس پر دې فابریکې یو عشاریه درې میلیونه امریکایي ډالر پانګونه شوې چې دا مهال پکې ۵۰ کسان په کار بوخت دي.
د یادې فابریکې مسوول حاجي عصمت الله وایي، په هېواد کې له کرل شوې پنبې څخه خالص پنبه، کنجاره او غوړي تولیدوي، چې پنبه یې د پاکستان ترڅنګ تازه ايران او ترکیې ته هم لیږدل شوې ده.
«موږ یو اعشاریه درې میلیونه ډالره پانګونه کړې او د ورځې ۳۰ ټنه تولید لرو»
د پنبې د کار خونو مسوولین وایي، کار يې معياري دی، خو د برېښنا نشت او بانکي محدودیتونو يې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
« زموږ د کار په مقابل کي لوی خنډ د برېښنا نشت دی، چي برق نه وي، د فابریکې ټول کارکوونکي بې کاره ناست وي.»
د صنایعو او معادن خونې مسوولین وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له ستونزو سره سره دوی توانېدلي چې د کندهار تولید شوې پنبه د ایران او ترکېې بازارونو ته ولېږدوي.
د کندهار د صنایعو او معادن خونې مشر سید سرور اماني وايي، بهرنيو پانګوالو زړه ښه کړی چي پنبې په برخه کې نوره پانګونه هم وکړي.
«وروسته تر هغه چي له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کي ستونزې پیدا شوې، کندهاري تجارانو پر بدیلو لارو غور وکړ او ایران او ترکيې ته يې صادارت پیل کړل.»
د کندهار د برېښنا شرکت مسوولين بيا وایي، تر راتلونکو درېیو مياشتو به د کندهار ښار تر څنګ د صنعتي پارک د برېښنا ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.
د یاد شرکت د مطبوعاتو مسوول احسان الله امین وايي، د برېښنا پر لینونو کار شروع دی او ډېر ژر به له کندهار ښار سره برېښنا ونښلول شي.
«د صنعتي پارک ستونزه موږ درک کوو، خو د کجکي بند د برق په جوړېدو سره به يې ستونزه هواره شي.»
له کندهاره هر کال بهر ته تر یو لک ټنه ډېره تولید شوې پنبه لېږل کېږي.
مسؤلین وايي، که د برېښنا ستونزه يې هواره شي، بهر ته د کورنیو تولیداتو لیږد به نور هم ډېر شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA