ads

خلیلزاد: څنګه چې تمه وه، د دوحې هوکړه نه ده عملي شوې

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د دوحې هوکړه هغه ډول نه ده عملي شوې څنګه چې باید وای.

تاج ولي غورځنګ
27 چنګاښ 1401
خلیلزاد: څنګه چې تمه وه، د دوحې هوکړه نه ده عملي شوې

نوموړي په تازه څرګندونو کې منلې چې اسلامي امارت د دوحې تړون ټولې ژمنې نه دي پر ځای کړې او اوسنی وضعیت هغه څه ته ورته نه دی چې په دوحه کې پرې هوکړه شوې وه.
خلیلزاد له Goldman Sachs (ګولډمن ساکس) ادارې سره په یوه بحث کې د امریکا حکومت ته مشوره ورکړې چې باید له اسلامي امارت سره خبرو ته کېني او هغه پروسه بشپړه کړي چې په دوحه کې پیل شوې وه.
نوموړي اسلامي امارت ته هم خبرداری ورکړی، که د پراخ بنسټه حکومت، د ښځو د حقونو او د نجونو د زده‌کړو په برخه کې خپلې تګلارې بدلې نه کړي، نو په کور دننه او په نړیواله کچه به له ستونزو سره مخ شي.
د اسلامي امارت غړی او د سیاسي چارو شنونکی عبدالحق حماد بیا وایي، د دوحې په هوکړې کې راغلي چې امریکا او د هغه ملاتړي به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوې.
نوموړی د خلیلزاد څرګندونې د افغانستان په چارو کې یوه لاسوهنه بولي او زیاتوي، اسلامي امارت لا هم د دوحې هوکړې ژمنو ته ژمن دی.
«اصلاٌ هغوی د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي، هلته پرېکړه شوې وه چې امریکایان او د هغه ملګري به د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو اوس دوی شپه او ورځ هڅه کوي چې د افغانستان په داخلي مسایلو کې ځان ښکېل کړي.»
وړمه ورځ د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بیا په نړیوالو غږ کړی و چې دوی په رسمیت وپیژني. نوموړي زیاته کړې وه، اسلامي امارت په عملي توګه ثابته کړې چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې کار وانه خیستل شي.
د چارو شنونکی رفیع الله رفیع وایي، که د دوحې هوکړه پوره عملي نه‌شي، ښایي دواړو غاړو تر منځ سیاسي بې‌باوري لا زیاته کړي.
« تر ټولو لوی زیان او سیاسي بې‌باوري به هغه چاته ورسوي چې څوک دغه هوکړه پوره عملي نه کړي.»
په ترکیه کې مېشته د سیاسي چارو شنونکې عادله بهرام نظامي بیا وایي، امریکایي لوری لا هم هڅه کوي چې په اسلامي امارت سیاسي فشارونه راوړي.
«د امریکا لپاره افغانستان لا هم ستراتیژیک اهمیت لري او د دوحې هوکړه د همدې لپاره وشوه چې امریکا ځان ته ثابته کړي چې د افغانستان له خاورې دوی ته د زیان پر ځای ګټه ورسیږي.»
که څه هم د اسلامي امارت چارواکي د زلمي خلیلزاد تازه څرګندونې د یو فرد یا وګړي نظر بولي، خو زیاتوي، اوس مهال افغانستان د پرمختګ په لور روان دی او له نړۍ سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د دوحې تړون ته ژمن دی او له نړیوالو سره تعامل او دیپلوماتیکې اړیکې غواړي، خو د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله څه موده مخکې کابل کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وویل، د بهرنیانو فرمایشونه ورته د منلو نه دي.
زلمي خلیلزاد د امریکایي حکومت په استازیتوب له اسلامي امارت سره تر اوږدو مذاکراتو وروسته د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د دوحې تړون لاسلیک کړ.
همدې تړون له افغانستانه د امریکا او ناټو هېوادونو د پوځیانو وتلو او اسلامي امارت د زرګونو بندیانو خوشې کېدو ته لاره هواره کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA