د رسنیو په خبره، په دې کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د بین الافغاني خبرو په بهیر کې د نفوذي عناصر پر له منځه وړلو ټینګار کړی دی.
قریشي پر افغان مشرانو غږ کړی چې له رامنځته شوي تاریخي فرصته ګټه واخلي او د هراړخیزې او ټولشمولې روغې جوړې د یقیني کولو لپاره په ګډه کار وکړي.
نوموړي څرګنده کړې، د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره مهم دي.
ده هیله څرګنده کړه چې د بندیانو د خلاصون بهیر به ژر بشپړ شي او د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته به لار هواره کړي.
خلیلزاد تر دې وړاندې په تاشکند کې د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر کاملوف سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې وې.
د یادولو وړ ده چې خلیلزاد یو ځل بیا قطر، ازبکستان او اسلام اباد ته په سفر وتلی او هدف یې د افغان سولې بهیر اسانول ښودل شوي دي.