د خبرپاڼې په وینا، په دې لیدنه کې پر جمهور رییس غني سربېره، د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني جمهور رییس حامد کرزي او د اوسني جمهور رییس مرستیالانو هم ګډون درلود.
ارګ زیاتوي چې خلیلزاد په یاده کتنه کې جمهور رییس غني او نورو حکومتي چارواکو ته په دوحه کې د دوی او طالبانو د لیدنې معلومات ورکړل.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دوی خبرې د شوي اوربند پر دوام، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د بین الافغاني خبرو پر پیل او ورته نورو موضوعاتو ورټولې وې.
په ورته وخت کې سپدار ماڼۍ خبر ورکوي چې خلیلزاد له عبدالله سره په جلا توګه کتلي او د دوی تر منځ هم د بندیانو پر تبادلې، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د مخامخ خبرو پر پیل او اوربند خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ماښام ناوخته وسله والو طالبانو د اختر درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
له دې سره پر یو وخت جمهور رییس محمد اشرف غني هم افغان ځواکونو ته امر وکړ چې اعلان شوی اوربند راعایت کړي او د وسله والو طالبانو پر وړاندې له هر ډول عملیاتو ډډه وکړي.
تر اوسه د اوربند د غځېدو په تړاو څه نه دي ویل شوي.