ads

جمهور رییس غني: د فساد د مخنیوي په هدف دې د مېک کمېټې سپارښتنې عملي شي

جمهور رییس غني د فساد د مخنیوي په هدف د مېک کمېټې د سپارښتنو د عملي کېدو امر وکړ.

محمدخان بریال
6 چنګاښ 1399
جمهور رییس غني: د فساد د مخنیوي په هدف دې د مېک کمېټې سپارښتنې عملي شي

جمهور رییس محمد اشرف غني د قانون د حاکمیت او د حکومتولۍ د عالي شورا په غونډه کې اړوندو ادارو ته دنده وسپارله چې د میک کمېټې د موندنو مجموعې ته د زماني ضرب الاجل په پام کې نیولو سره د عمل پلان ترتیب، په عوایدو او ګمرکونو کې دې پراخ اصلاحات عملي او په هرو ۱۵ ورځو کې دې د دولت د عوایدو راپور له میک کمېټې سره شریک شي.
نوموړي د یادو سپارښتنو د عملي کېدو امر وکړ او لوی څارنوالۍ ته یې دنده وسپارله چې په اداري فساد کې ښکېل کسان عدلي او قضایي ادارو ته ور وپېژني.
مېک کمېټې پرون د فساد د مخنیوي په هدف حکومت ته ۴۱ موارده وسپارل، چې په وینا یې له دې سره به د عوایدو او ګمرکونو ستونزې حل او د فساد مخه به ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان فساد په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې وه.
ملګرو ملتونو پخپل راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې شته فساد د دې لامل شوی، څو د سولې او پرمختګونو بهیر له خنډونو سره مخ کړي.
خو افغان حکومت بیا وایي، دوی د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي او دا کار یې لومړیتوب دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA