د ارزګان د چاپېريال ساتنې رياست د طبیعي ميراثونو عمومي مديرعبدالولي عابد وویل چې دوی د مرغانو او نورو ژویو د نیولو او ښکار په تور لسګونه کسان نيولي او محکمې ته يې ورپېژندلي دي.
عبدالولي عابد:
«موږ شاخوا ۲۰۰مرغان سږکال د ښکاريانو له منګولو څخه ازاد کړي دي، ښکاريان مو نيولي او امنيتي ځواکونو ته مو په لاس ورکړي. نور چې هم ښکار کوي، موږ يې تعقيبوو. موږ به راتلونکي کې هم د ښکار کولو مخه نيسو.»
د ارزګان اوسېدونکي خوښ دي چې اسلامي امارت پر ښکار کولو بنديز لګولی دی.
روزالدين وايي، په تېرو کلونو کې به د دغه ولايت په غرنو او ګڼو سيمو کې قيمتي مرغان او نور ژوندي موجودات په ظالمانه ډول ښکار کېدل.
هغه له حکومت څخه غواړي چې ښکاریانو ته د دغې کړنې د دوام په صورت کې جزا ورکړي.
«داچې حکومت اوس د ښکار مخه نيولې، موږ ډېر خوشحاله يو، ځکه که حکومت د دې مخه نه وای نيولې، نسل به یې ورک شوی و. باید دغو کسانو ته سزا ورکړي.»
د چاپېریال ساتنې د برخې شنونکي وایي، په تېرو کلونو کې په نږدي ټول افغانستان کې غیر قانوني ښکار کېده، چې له کبله یې په افغانستان کې د قيمتي او ښکلي مرغانو شتون کم شوی و.
په ارزګان کې د چاپېريال ساتنې په برخه کې يو تن کار پوه ولي محمد پخلا وايي، هيله شته چې په راتلونکو کلونو کې يو ځل بیا په هېواد کې د مرغانو شمېر زيات شي.
ولي محمد پخلا:
«زموږ د هېواد په کچه د ځينو مرغانو او حيواناتو نسلونه ورکېدل، اوس هيله لرو چې دغه مرغان به بیرته راځي او زموږ په غرونو کې به شپې تېروي او ژوند به کوي.»
نه یوازې ارزګان، بلکې تر دې وړاندې د هېواد په ډېری ولایتونو کې غیر قانوني ښکار دوام درلود، چې له کبله یې د هېواد له غرونو او ځنګلونو څخه مرغان په تېښته وو، خو اوس یې یو ځل بیا پخپلو مېنو کې د پاتې کېدو پرېکړه کړې.