ads

د پولیو په اړه د ناسمو باورونو له منځه‌وړلو هڅې

په خوست کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو او په دې برخه کې د خلکو د ذهنیت جوړونې لپاره د هوډ موسسې له لوري په مرکز او ولسوالیو کې له بېلابېلو لارو په ګټې اخیستنې سره خلکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي.

بصیر یاد
12 غویی 1403
د پولیو په اړه د ناسمو باورونو له منځه‌وړلو هڅې

د هوډ موسسې ولایتي مسوول نوین حسنزی وايي، په ټولنه کې د پولیو واکسینو په اړه بېلابېل ناسم باورونه موجود دي، نو په کار ده چې خلک د ګوزڼ واکسینو د ارزښت او ګټو په اړه معلومات ترلاسه کړي او خپل ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي:
«موږ ټیمونه لرو چې هغوی د کلي له مشرانو، علماوو او دې ټولو سره ناستې کوي او هغوی ته د ګوزڼ جانبي اغېزي بیانوي او کومې ګټې چې لري هغه ورته بیانوي نو د هماهنګۍ او خبرو له وجې موږ کولی شو چې، د خپلو خلکو اذهان جوړ کړو.»
بل لور ته د خوست یو شمېر اوسېدونکي د پولیو واکسینو په اړه دا ډول عامه پوهاوی اړین بولي او په خبره یې، اوس هم په زیاتره سیمو کې خلک د واکسینو په اړه د شته ناسمو اوازو له کبله خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه کوي.
د دغه ولایت اوسېدونکی صبغت الله عاطف وايي، د خوست ځینو سیمو کې زیاته اړتیا لیدل کېږي چې د پولیو په اړه خلکو ته مثبت پیغام ورکړل شي، څو خپلو ماشومان ته د ګوزن ضد واکسین ورکړي:
«په ښار کې تقریباً ذهنیت سازي تر ډېره بریده شوې ده. اما په اطرافي سیمو کې ځينې ستونزې لیدل کېږي. زما په فکر اوس چې حالت مساعد دي په ښه توګه کیدلی شي چې د پولیو پر وړاندې دغه مبارزه په ښه توګه مخته لاړه شي.»
د خوست یو بل اوسیدونکی شریف الله سروري هم وايي، په هېواد کې د تېرو جګړو له کبله د پولیو واکسینو په اړه ناسمې اوازې خپرې شوې چې یوازې د عامه پوهاوي له لارې له منځه تللی شي:
«کله چې زموږ د ټولنې مخکښ قومي مشران، دیني علما، ځوانان او په کل کې رسنۍ په دې برخه کې د عامه ذهنیت سازۍ لپاره بېلابېل پروګرامونه وړاندې کړي، په هغه صورت کې امکان لري هغه باورونه چې زموږ په ټولنه کې د پولیو په مورد شتون لري له منځه تللی شي.»
نه یوازې خوست بلکې د هېواد د نورو ولایتونو په ځینو سیمو کې هم د پولیو واکسینو په اړه خلک ناسم پوه شوي او خپلو ماشومانو ته د بېلابېلو انګېرنو پر اساس د ګوزڼ ضد واکسین نه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA