ads

افغانستان ته د اقلیمي بدلونونو خطر

د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، په هېواد کې د ورښتونو وروستۍ څپه د اقلیمي بدلون له منفي اغیزو سره نیغ په نیغه اړېکه لري.

تاج ولي غورځنګ
12 غویی 1403
افغانستان ته د اقلیمي بدلونونو خطر

د دې ادارې د چارواکو په خبره، په هېواد کې بې‌وخته ورښتونه او سېلابونه کولای شي چې پر کرنې، مالدارۍ او ګڼو نورو مهمو برخو منفي اغېزه ولري.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس روح‌الله امین وروستي ورښتونه د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو ښکاره نمونې بولي.
«موږ په ټوله کې ویلای شوو چې وروستي اورښتونه به منفي اغېزې ولري، په ځانګړي ډول په کرنې، باغدارۍ او مالدارې په سکټور باندې او په ټوله کې ویلای شو چې د کلیوالو په اقتصادي وضعیت او د څارویو په تلفاتو او همدارنګه په څړځایونو هم منفي اغیز ولري.»
د بشردوستانه چارو همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ‘اوچا’ څه موده وړاندې ویلي وو، افغانستان د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخامخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.‌
دې ادارې ویلي، د افغانستان خلک د وچکالۍ، توپانونو او ځمک ښوېیدني په ګډون د سختو موسمي او طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.
کارپوهان وایي اقلیمي بدلون کال په کال ګړندی کېږي او د اغېزو د لږوالي لپاره باید د دولت او ولس په کچه پراخ ګامونه واخیستل شي.
د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي رییس محمد داود شیرزاد وایي، اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې په هېواد کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو د مخنیوي لپاره د اوبو مدیریت ته جدي پام وکړي.
«که له یوې خوا وروستي اورښتونه ننګونه ده، خو اصلي خبره داده چې څنګه کولای شوو چې دغه ننګونه په فرصت بدله کړو. مثلاً، موږ کولای شوو چې د اوبو مدیریت ته جدي پام وکړو. په ځانګړي ډول د هغو نیالګیو لپاره چې په ثور میاشت کې کینول کیږي.»
د پوهنتون استاد او د اوبو برخې کارپوه سیدمحمد روحاني وایي، د سېلابونو د سرعت د کمولو لپاره باید په کلیوالي سیمو کې ډنډونه جوړ شي، چې د ده په خبره دا کار په ولسي کچه ممکن دی.
دی وایي، حکومتونه دنده لري چې لوی او واړه بندونه جوړ کړي، څو د اوبو د مهار ترڅنګ د سېلابونو د راوتلو مخنیوی هم وکړي .
«په افغانستان کې د اوبو مدیریت لپاره باید لوی بندونه جوړ شي او هغه ډول بندونه جوړ شي چې د افغانستان اوبه نورو هېوادونو ته ولاړې نه شي.»
د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو د همغږۍ ادارې اوچا په په خپل وروستي راپور کې چې د افغانستان د اقلیمي بدلون د ګواښوونکو اغیزو، د زیاتې وچکالۍ، چاپیریالي کړکیچ، کمزوری اقتصاد او نړیوالې تودوخې په اړه خپور کړی، ویلي افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راغلی چې د سختو موسمي او طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.
افغانستان که څه هم د اقلیمي بدلون له کبله د سختو زیان منونکو هېوادونو په کتار کې دی، د رسمیت نه پېژندنې له کبله د تېر کال د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورنه کړل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA