ده زیاته کړه ، په دري او پښتو ژبو دروغ نه شي ویلی او ژمنه کوي چې هېواد ته به ملي سوله راولي.
د هغه په خبره، دوی د سولې لپاره قوي اراده او ظرفیت لري او په وینا یې، د سولې مسله له ستونزو ډکه ده، خو په دې برخه کې به له اجماع او تدبیر کار واخلي.
غني ټینګار وکړ، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې یو ځل بیا د افغانستان الوتکې د کباړ په توګه پر ګاونډیانو وپلوري.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې، داسې سوله نه غواړي چې د بربادۍ لامل شي او پر داسې سوله کار کوي چې د هېواد پرمختګ او لاسته راوړنې پکې خوندي شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بین الافغاني خبرو د پیل په تړاو یو ځل بیا هیلې ډېرې شوې او ټاکل شوې چې لومړی ناسته یې د قطر په پایتخت دوحه کې وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ