ads

خلیلزاد د پاکستان او قطر د سفر جزیات له افغان چارواکو سره شریک کړل

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر او پاکستان تر سفر وروسته کابل ته راغلی او دلته یې له جمهور رییس محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره کتلي دي.

محمدخان بریال
22 غبرګولی 1399
خلیلزاد د پاکستان او قطر د سفر جزیات له افغان چارواکو سره شریک کړل

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې، چې پرون مازدیګر په ارګ کې ترسره شوه، د جمهور رییس غني پر مرستیالانو سربېره، د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او پخواني جمهور رییس حامد کرزي هم شتون درلود.
ارګ زیاتوي چې په دې لیدنه کې د سولې پر پروسې، د مخامخ مذاکراتو تر پیل وړاندې د عملي ګامونو پر اخیستلو، د اورکم او نا اعلان شوي اوربند د دوام پر څرنګوالي او د افغانستان د سولې پروسې لپاره د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو پر ژمنو بحث او خبرې وشوې.
د ارګ خبرپاڼه وایي، جمهور رییس غني یو ځل بیا سولې ته د افغان حکومت پر ژمنتیا ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده چې د حکومت اساسي هدف د سولې په برخه کې عملي ګامونه اخیستل دي.
خلیلزاد په یاده ناسته کې ویلي، نړیواله ټولنه د افغان سولې له اوسنۍ پروسې او د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیلېدو بشپړ ملاتړ کوي.
که څه هم تر اوسه د دغو خبرو ځای او نېټه نه دي ټاکل شوې، خو داسې راپورونه شته چې د افغانانو تر منځ خپلمنځۍ خبرې به د قطر په پایتخت دوحه کې وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA