ads

د سیمې او نړۍ هېوادونو د مشورتي جرګې د جوړېدو ملاتړ کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه وایي، د دغه وزارت د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ تېره ورځ د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره دوې مشورتي غونډې ترسره شوې.

محمدخان بریال
15 زمری 1399
د سیمې او نړۍ هېوادونو د مشورتي جرګې د جوړېدو ملاتړ کړی

د اعلامیې په وینا، په یادو ناستو کې تر ۴۰ د ډېرو هېوادونو او سازمانونو استازو برخه درلوده.
سرچینه زیاتوي، په یادو مشورتي ناستو کې د طالب بندیانو پر خلاصون، اوربند، د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو د حقونو خوندیتوب او د مخامخ خبرو د ژر تر ژره پیلېدو په تړاو بحثونه وشول.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د ۵۰۰۰ زره طالب بندیانو د خلاصون، سولې ته د رسېدو او د لویې مشورتي جرګې د تاریخي او سیاسي اهمیت په تړاو د دواړو ناستو ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوې چې د دغو ناستو ګډونوالو د افغانانو په مشرۍ د سولې له اوسنۍ پروسې، د طالب بندیانو له خوشي کېدو او د لویې جرګې له جوړېدو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د دې تر څنګ د دواړو غونډو ګډونوالو په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د نړیوالې ټولنې په غوښتنه بشردوستانه اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA