له دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي، دواړو لورو په دې کتنه کې د سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو، د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو پر اړتیا وو، د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند او د تېرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو پر خوندیتوب بحثونه وکړل.
د سرچینې په وینا، د فرانسې سفیر په دې لیدنه کې د افغان سولې په بهیر کې پر وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې افغان لوري ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
دواړه مشران پر داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په هدف مخامخ خبرې پیل شي.
طالبان وایي، د دوی د بندیانو خوشي کېدو بهیر لاهم نه دی بشپړ شوی او تر هغه چې دا پروسه مکمله نه شي، دوی مخامخ خبرې نه پیلوي.
خو افغان حکومت وایي، د ورکړل شوي لېست اړوند یې ټول طالب بندیان ازاد کړي او هېڅ بندي له دوی سره نه دی پاتې.
معلومه نه ده چې د حکومت او طالبانو تر منځ به مخامخ خبرې کله پیل شي.