د افغانستان د پراختیایي او بشري خدمتونو ادارې (DHSA) او کلیدګروپ یو مرستندویه ټیم د زلزله ځپلو د سروې لپاره سیمې ته رسېدلی او د زیانمنو شویو کسانو او کورنیو سروې یې پیل کړې ده.
دې موسسې په لومړي قدم کې د ۴۰۰زره افغانیو په ارزښت له زلزله ځپلو افغانانو سره د خوراکي توکو او څښاک اوبو مرسته کړې ده.
ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې سیمې ته د (DHSA) موسسې تللی پلاوی د زیانمنو شویو کورنیو سروې بشپړه کړي او د سروې تر بشپړېدو وروسته به په ډېره اندازه بشري مرستې زیانمنو شویو کورنیو ته ورسوي.
د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسه له ۱۹۹۲ کال راهیسې په هېواد کې د بشري خدمتونو ، ښوونې او روزنې، بې ځایه شویو ته د سرپنا برابرولو او د کلید ګروپ له لارې د معلوماتو وړاندې کولو په برخو کې کار کوي.
د یادولو وړ ده چې د تېرې سه شنبې په شپه د افغانستان په ځانګړي ډول پکتیکا او خوست ولایتونه یوې زورورې زلزلې ولړزول چې د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې کسان یې مړه او تر ۱۵۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ