ads

په خوست کې د یتیمانو لپاره دارلایتام جوړېږي

دغه دارالايتام د يوه خيريه بنسټ له لوري د مرکز اړوند په صحرا باغ سيمه کې پر نږدې پنځه جريبه ځمکه باندې جوړېږي.

بختاجان بختیار
31 غبرګولی 1401
په خوست کې د یتیمانو لپاره دارلایتام جوړېږي

د یاد خيريه بنسټ مشر قاري سعيد خوستی وایي، د دغه دارالايتام لپاره یې په ۴۵ ميليونه افغانۍ ځمکه اخيستې چې عملا یې چارې پیل شوې.
د نوموړي په وينا، ياد دارالايتام چې په عصري او مجهز ډول جوړېږي، پنځه زره هغو يتيمو ماشومانو ته به پکې د عصري او ديني زده کړو زمينه برابره شي چې پلرونه يې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د جنګ دواړو غاړو ته وژل شوي.
هغه وويل د ياد روزنيز مرکز لپاره د جوړيدونکې ودانۍ به په لومړي او دويم پوړ کې ۲۸ تدريسي او اداري خونې هم ولري:
«په دې دارالايتام کې هم د جمهوريت يتيمان او هم د اسلامي امارت يتيمان دواړو به کفالت کېږي، د دواړو به روزنه کېږي، لکه څنګه چې تاسو پوهېږي! زموږ دارالايتام خيريه بنسټ چې دی د دواړو نوع يتيمانو سره کومک کوو.»
د خوست والي مولوي محمد نبي عمري د دغه دارالايتام د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال د يتيمانو د سالمې روزنې او پالنې په برخه کې دا يو موثر ګام وباله.
«دا د يتيمانو د روزنې په برخه کې مثبت ګام دی، خدای ته مو اميد دا دی چې نه يواځې د خوست بلکې د ټول افغانستان لپاره برکت د سبب وګرځي او انشاالله اسلامي به د ټول افغانستان يتيمو تربيت کوي.»
د منصور او محمد بلال په نومونو د دغه دارالايتام زده کوونکي خوښي ښيي چې د دوی د روزنې او پالنې لپاره په خوست کې دا ډول مرکز جوړيږي.
منصور:
«موږ ډېر خوشحال يو چې په دې کې ديني او عصري زده کړې وکړو. زه په خپلو مشرانو باندې وياړم چې موږ ته يې د هر څه اسباب برابر کړي دي.»
محمد بلال:
«زموږ د عصري او ديني زده کړو د دا ډول مرکز جوړول لوی ارمان و او موږ به په کې خپلې زده کړې سرته ورسوي.»
د مسوولينو په وينا، تراوسه د ياد دارالايتام د جوړيدو لګښت نه دی څرګند، خو هڅه يې دا ده چې د ټولو اسانتياوو درلودونکی وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA