ads

«اسلامي امارت دې زمونږ بنده شتمني ازاده کړي»

تېره ورځ د هېواد ساختماني شرکتونو د اتحادیې مسؤلینو په کندهار کې غونډه کړې او له حکومت څخه یې غوښتي، چې له امیر المومنین ملاهبت الله سره ورته د لیدنې زمینه برابره کړي.

تاج محمد ساحل
28 غویی 1401
«اسلامي امارت دې زمونږ بنده شتمني ازاده کړي»

دوی وايي چې حکومت یې شاوخوا شپږ سوه میلیونه ډالره شتمني بنده کړې او که یې خوشې نه کړي؛ نو له دوه زره زیات شرکتونه به وتړل شي.

د افغانستان د ساختماني شرکتونو د اتحاديې مشر فرید احمد تاتار وايي، که يې حکومت بندي پیسې خلاصي نه کړي؛ نو د دوه زرو په شاوخوا کي شرکتونه به يې بند شي چي له امله به يې سلګونه زره خلک وزګار شي.

کليپ…((کندهار ته د ۳۲ ولایتونو څخه د ساختماني شرکتونو مسئولین راغلي ترڅو له حکومت څخه غوښتنه وکړي چي زموږ پاتې پیسې باید راکړي))

د ساختماني شرکتونو مسئولین او نمایندګان وايي، چي څو ځله وعدې ورسره شوې دي، چي پیسې ور خوشي کوي؛ خو له ژمنو سره سره بیا هم د دوی پیسې بندې پاتې دي.

د کندهار د لوجستیکي او ساختماني شرکتونو د اتحاديي مسئول پیدامحمد ماکو وايي، چي د خلکو پورړوي دي او که يې حکومت پیسې ورنکړي نو له خلکو سره به په جنجال واوړي.

هغه وايي چي په کندهار کي يې د قراردادونو په اساس یو شمېر پروژې بشپړي کړې؛ خو حکومت يې پیسې نه ورکوي.

کليپ..((موږ ته په وار وار وعدې راکول شوې دي، چي پیسې به مو درکول کيږي؛ خو تر اوسه نه دي راکول  شوي. موږ کار کړی خلک له موږ څخه پیسې غواړي))

د دې  اتحادیې غړي وايي، چي واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې د شرکتونو زرګونه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

کليپ…((ما په ساختماني شرکتونو کې د انجنر په توګه کار کوه، خو د اسلامي امارت په راتګ سره زموږ کارونه په ټپه ولاړ دي))

په همدې حال کې بیا د ماليې وزارت وايي، دغه پورونه له تېر حکومت څخه ورته پاتې او اوس مهال دوی دا توان نه لري، چې د شرکتونو مالکانو ته خپلې پیسې ورکړي.

د ماليې وزارت ویاند احمدولي حقمل کلید راډيو ته وویل، چي حکومت د لوجیستیکي او ساختماني شرکتونو شاوخوا سل میلیارده افغانۍ پوروړی دی او موضوع به د وزارت لخوا د کابینې مجلس ته وړاندي شي.

کليپ..((په تير حکومت کي مسئولین په دې پوهېدل چي ددغه پروژو د تطبيق لپاره پیسې نشته؛ خو بیايې هم خپل د ځان لپاره د کمپاین په خاطر د لویو لویو پروژو قراردادونه وکړل، چي اوس يې پيسې پاتې دي او ماليې وزارت يې اوس د ورکولو توان  نلري))

بل لورته بیا د اقتصادي چارو شنوونکي وايي، که دغه لوجیستیکي او ساختماني شرکتونه تړل کیږي؛ نو ګڼ شمېر خلک به وزګار شي.

د اقتصادي چارو شنونکی حکمت الله ضیا وايي، حکومت باید د نویو پروژو د پیل پر ځای پخوانۍ  پاتې پروژې بشپړې کړي او د ساختماني شرکتونو له پورونو ځان خلاص کړي.

د ضیا په خبره، دا چي بهرنۍ مرستې له افغانستان سره بندې شوې دي او اوس یوازې ټولې چارې د افغانستان پر عایداتي پیسو ولاړې دي؛ نو حکومت ته په کار ده چي د یو منظم پلان له مخې رغنیزي پروژې پلي کړي، ترڅو له یو لوري پروژې بشپړې شي او له بل اړخه حکومت له پورونو خلاص شي.

کليپ.((مهمه داده چي حکومت باید د عایداتو مطابق پرمختیايي چارې مخته یوسي او د نوو پروژو د پيل پر ځای باید پخوانۍ  پروژې اول بای بشپړي کړي))

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندې هم د صنعتکارانو ټولنې غړو په کندهار ولایت کې د حکومت له مشرانو سره غونډه کړې وه، خو پایله یې له رسنیو سره نه وه شریکه شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA