ads

د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه

دا غونډه چې نن د افغان پرمختيايي موسیسې په همکارۍ د ښځو چارو رياست له خوا د سولې نړيوالې ورځې په هدف جوړه شوې وه، ګډونوالو یې په يوه غږ په هېواد کې د روانې جګړې مخالفت څرګند کړ.

بختاجان بختیار
31 وږی 1399
د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه

د خوست د ښځو چارو ریيسې شفيعه نوروزۍ وايي، په روانه جګړه کې تر بل هر چا مېرمنو ته ډېر زيان رسېدلی، نو لازمه ده چې د هېواد هر وګړی د سولې راتګ لپاره د خپل وس کار ترسره کړي.
شفيعې نوروزۍ همدا ډول غوښتنه وکړه چې ښکېل اړخونه بايد د سولې په بين الافغاني خبرو کې د ښځو ونډې ته پاملرنه وکړي:
«تاسې زموږ د سفيرانو په توګه زموږ پيغام په کليو او بانډو کې خلکو ته ورسوئ، چې سوله کې يوازې نارينه رول نه شي لرلی، بلکې ښځې هم بايد په کې رغنده رول ولوبوي او خپله برخه په کې واخلي.))
د نسرين احساني په نوم د مدني ټولنې يوې غړې وويل ځينې وختونه په ملي مسايلو او پرېکړو کې لکه څه ډول چې لازمه ده هغه ډول د ښځو ونډه په پام کې نه نيول کيږي.
هغې که څه هم په قطر کې د بين الافغاني خبرو کې د پيل څخه ملاتړ څرګند کړ، خو زياته يې کړه چې دواړه خواوې بايد د سولې په دې خبرو کې د ښځو برخه له پامه ونه غورځوي:
«هغه څه چې نارينه سرته رسولی شي، ښځې يې هم رسولی شي او دا مو ثابته کړې هم ده، نو موږ خويندې او وروڼه ټول سولې ته ډېر لېوال يو او د سولې غوښتونکي يو.»
د حميرا نوري په نوم د يادې غونډې بلې ګډونوالې بيا د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې له اختلافاتو لاس واخلي او په يو غږ د سولې لپاره کار وکړي، څو د پرمختګ او خوښۍ لپاره لار هوار شي:
«جنګونه او جګړې د افغانانو د وژلو او ټپي کيدلو سربېره ټولنيز او اقتصادي زېربناوې زيانمنې او ويجاړې کړې دي، په همدغه سبب دې کړيدلې او ځوريدلي ملت ارمانونه دي چې ژر تر ژر سوله راشي، ځکه چې د قانون حاکميت، د عدالت پياوړتيا، د ازادۍ خونديتوب او برابره پرمختيا د سولې په وجود کې شوني ده.»
خوستۍ میرمنې داسې مهال په افغان جګړه کې پرښکېلو اړخونو د اوربند او سولې غږ کوي، چې په قطرکې دوحه کې د بین الافغاني خبرو لپاره د دواړو لورو ټیمونه شتون لري چې د اجنډې او غونډو پرټاکلو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA