ads

په کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر یو موټر ماین چاودنه شوې چي پکي لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تاج محمد ساحل
23 زمری 1399
په کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، نن سهار نهه بجې وسلوالو د پنجوايي ولسوالۍ اړوند په زلخان کلي کې ماین ځای پر ځای کړی و، چي د ملکې خلګو پر موټر چاودلی دی.
د بارکزي په خبره، په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي او شپږ کسان ټپیان دي چي ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
که څه هم وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو امنیتي چارواکې ادعا کوي چي دغه ماین د وسلوالو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA