د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمعروف رامش کلید ته وویل، یاد ماین تېره ورځ د تیوره ولسوالۍ په پای حصار سیمه کې چاودلی دی.
رامش زیاتوي چې په دې ماین چاودنه کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د نوموړي په وینا، یاد ماین د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
بلخوا، د یاد ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړي هلته د امنیتي حالت په تړاو اندېښمن دي او وایي په دې وروستیو کې د طالبانو خوځښتونه ډېر شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ