د غور د پولیسو ویاند سمیع نژاد کلید ته وویل، د دغه ولایت په تولک او دولتیار ولسوالیو کې د دوو ماین چاودنو په پایله کې څلورو ملکي وګړو خپل وژند له لاسه ورکړی.
نوموړی زیاتوي، تېره شپه په تولک ولسوالۍ کې خښ شوي ماین چاودنه کړې او د یو ماشوم ژوند یې اخیستی دی.
د ده په وینا، نن بیا په دولتیار ولسوالۍ کې د یو بل ماین په چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د غور د پولیسو ویاند وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې یوازې په مرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو ۲۰۰ خښ شوي ماینونه شنډ شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.