د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ابراهیم امیني کلید ته وویل، پېښه تېره ورځ یوه بجه او ۴۵ دقیقې د دغه ولایت د خاشرود ولسوالۍ د کمربند په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، دغه ماین هغه مهال د یادو کسانو پر ټونس ډوله موټر چاودنه کړې چې یادې ولسوالۍ ته د لامبو وهلو او ساتېرۍ لپاره روان وو.
امیني وایي، په پېښه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
که څه هم د یاد ولایت امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د چاودنې مسولیت هم چا نه دی منلی.