ads

د تورخم او سپین بولدک لار د افغان مسافرو لپاره د دوو ورځو لپاره خلاصه ده

پاکستان کې افغان سفارت وایي، یوازې پاکستان کې د بند پاتې افغانانو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارپرانیستل شوې ده

شمس الرحمن شمس
2 غبرګولی 1399
د تورخم او سپین بولدک لار د افغان مسافرو لپاره د دوو ورځو لپاره خلاصه ده
epa05861050 People who were stranded for the last month wait to cross into Pakistan after Pakistan authorities temporarily reopened checkpoints at the Pakistani-Afghan border, at Toorkham, Afghanistan, 21 March 2017. According to media reports, Pakistan Prime Minister Nawaz Sharif on 20 March ordered the reopening of the Pak-Afghan crossing after a month of closure due to Pakistani claims that recent bombings across the country had links to Afghanistan. EPA/GHULAMULLAH HABIBI

پاکستان کې افغان سفارت خبر ورکوي چې نن جمعه او سبا شنبې ورځ به د تورخم او سپین بولدک لار د افغان مسافرو پر مخ یو طرفه خلاصه وي.

پاکستان کې د افغانستان سفارت په خپله رسمي فیسبوک پاڼه دا خبر ورکړی دی او له هېوادوالو یې غوښتي چې له دې فرصته ګټه پورته کړي او خپلو کورونو ته د اختر لپاره ځانونه ورسوي.

دوی دا هم ویلي چې یادې لارې به په یو طرفه شکل پاکستان کې بند پاتې افغان مسافرو پر وړاندې پرانیستې وي.

 

نن سهار د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA