نوموړي پرون ناوخته پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، دا چې د افغانانو تر منځ د سولې مذاکرات پیل شوي، اړتیا ده چې تاوتریخوالی په بېساري ډول کم شي.
خلیلزاد څرګندوي چې اوسنی تاوتریخوالی د ژور خپګان وړ دی او د ګڼو ملکي افغانانو ژوند اخلي.
هغه تېره ورځ هم پر افغانانو غږ کړی و چې د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.
خلیلزاد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تېرې شنبې پر ورځ په لومړي ځل د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډه ترسره شوه.
تر هغه وروسته د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې پر خبرو بوخت دي او د کړنلارې پر ډېری مواردو سلا شوي دي.
په پام کې ده چې پر کړنلارې تر هوکړې وروسته به د دواړو لورو تر منځ په رسمي ډول مخامخ خبرې پیل شي.