ads

د فوټسال لوبډلې میانمار ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د میانمار لوبډلې ته شپږ د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.

شېرشاه عزیزي
12 وری 1403
د فوټسال لوبډلې میانمار ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړ چې د دواړو هېوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبه په میانمار کې وشوه.
ټاکل شوې چې د اسیایي هېوادونو د فوټسال اتلولي د اپرېل پر ۱۷مه د شپاړسو پیاوړیو لوبډلو ترمنځ په ټایلنډ کې پيل شي.
افغانستان په دغه جام کې په څلورم ګروپ کې له ایران، کویټ او بحرین سره یوځای شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA