ads

افغان حکومت: د اوربند اعلانول به په مخامخ خبرو کې محوري بحث وي

افغان حکومت وایي، د دوی پلاوی به د طالبانو له مرکچي پلاوي سره د بین الافغاني خبرو په لومړۍ ناسته کې په اوربند او له اوربند څخه د څارنې په تګلارو بحث وکړي.

فضل هادي حمیدي
23 زمری 1399
افغان حکومت: د اوربند اعلانول به په مخامخ خبرو کې محوري بحث وي

د جمهوررییس ستر سلاکار او د جمهوري ریاست د عامه اړیکو مشر وحید عمر د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو په ملي کنفرانس کې وویل، طالبانو تل د سولې په خبرو کې د امتیاز اخیستلو لپاره له تاوتریخوالي څخه د وسیلې په توګه کار اخیستی دی.
عمر په ورته وخت کې وویل، د افغان حکومت مرکچي پلاوی د سیاسي اجماع پربنسټ جوړ شوی او د بین الافغاني خبرو د ښه مخته وړلو وړتیا لري.
په ورته وخت کې د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وایي، سوله اوبشري حقونه یو له بل سره تړلي دي او تر هغه وخته چې د جګړط ښکېل لوري د بشري حقونو له اصولو سرغړونه کوي او د هېوادوالو بشري حقونه ترپښو لاندې کوي، د یوې تلپاتې سولې راتګ په هېواد کې ناشونی دی.
بلخوا د ځوانانو رهبرانو دمجتمع غړې وایي، په هېواد کې د ځوانانو ۱۸ کلنې لاسته راوړنې باید د سولې قرباني نه شي.
نوموړې ټینګار وکړ چې جمهوري نظام، د ښځو حقونه او ازادي، د بیان ازادي، اساسي قانون په ځانګړې توګه دوهم څپرکی یې چې د هېوادوالو بنسټیز حقونه پکې معلوم شوي دي، له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت دمرکچي پلاوي سرې کرښې وي.
ټاکل شوې چې په نېږدې راتلونکې کې د افغان حکومت مرکچي پلاوی قطر ته ولاړ شي او ویل کیږي چې تر دوه ورځو پورې به په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA