ads

افغان حکومت او طالبانو د کړنلارې پر ډېرو مواردو هوکړه وکړه

له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري د دوی او طالبانو تر منځ د عمومي ناستې جوړېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
26 وږی 1399
افغان حکومت او طالبانو د کړنلارې پر ډېرو مواردو هوکړه وکړه

نوموړي تېره ورځ ناوخته رسنیو ته په رالېږلي ویډیویي کلپ کې ویلي، پرون مازدیګر څلور بجې او ۳۰ دقیقې د افغانستان د سولې مذاکراتو د ټیمونو ترمنځ عمومي ناسته تر سره شوه.
د هغه په وینا، د دواړو ډلو مشرانو خپلې ویناوې واورولې او سپارښتنه یې وکړه چې هر کله د تماس ګروپونه د کړنلارې او مهال وېش په اړه پاتې کار نهايي کړي، له هغه وروسته به د مذاکراتو د اجنډ په اړه ناستې وشي.
دی زیاتوي، په پرونۍ ناسته کې د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی او کمه برخه یې پاتې ده.
نادري همدارنګه وایي، په ناسته کې د دواړو ټیمونو له‌خوا دوه – دوه تنه د تماس لپاره وټاکل شول او دواړو لورو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم سپارښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک هم ویلي چې په پرونۍ کتنه کې د کړنلارې پر ډېری مواردو هوکړه شوې او لږ برخه پاتې ده چې پر هغه به هم کار وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الاافغاني مذاکرات له اوږده ځنډه وروسته د تېرې شنبې په ورځ د قطر په پایخت دوحه کې پیل شول او تمه کېږي چې دواړه لوري ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA