ads

د ثور اتمه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ورځ

د ثور اتمه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ د کمونیستي حکومت پر وړاندې د مجاهدینو د بریا له ۳۲مې کلیزې سره برابره ده.

نویسنده: Kamran Ahmadzai
8 غویی 1403
د ثور اتمه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ورځ

د ۱۳۷۱ هجري لمریز کال د ثور په اتمه، مجاهدینو له شاوخوا څوارلس کلنې مبارزې وروسته د پخواني شوروي اتحاد وروستی کمونیستي نظام ړنګ کړ او واک یې تر لاسه کړ.
اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه ورځ د افغانانو د بریا او ازادۍ ورځ بللې او ویلي یې دي چې د ولس د سرښندنو په پایله کې وروستی کمونیستي حکومت نسکور شو او افغانستان په بشپړه توګه ازاد شو.
اسلامي امارت وایي هڅه کوي چې د جهاد په ټولو دورو کې د افغان ولس هیلې په حقیقت بدلې کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب؛ د دې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، افغانانو په میړانه په افغانستان کې شوروي اتحاد او د هغه ملاتړي حکومت ته ماتې ورکړه.
“په همغه وخت کې افغانانو زړورتيا وښوده او د پخواني شوروي له سرو لښکرو څخه يې ازادي ترلاسه کړه، افغانستان يو ځل بيا د ناټو تر ولکې لاندې راغى، خو موږ يو ځل بيا په دې وتوانېدو چې خپله ازادي تر لاسه کړي او اوس د يوه شرعي اسلامي او خپلواک نظام، تر لارښوونې لاندې ژوند کوو. ”
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني؛ په دې مراسمو کې ټینګار وکړ چې د شوروي پر وړاندې په جهاد کې د نارینه وو ترڅنګ ښځو هم ونډه درلوده.
نوموړی وایي، چې ځینې هېوادونه اوس هم هڅه کوي، چې د افغانانو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي، خو په وینا یې چې له ناکا مۍ سره به مخ شي.
“د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې افغان ښځو د خپل هېواد د ازادۍ لپاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وکړې او په دې لاره کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.”
خو د امر بالمعروف او نهیې عن المنکر وزارت نظامي معین مولوي سيد احمد شهیدخېل؛ د وايي، چې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو له بریا وروسته ځینو هېوادونو د افغانانو ترمنځ د تفرقې په رامنځته کولو سره په افغانستان کې د اسلامي نظام د جوړېدو مخه ونیوله.
“د سترو هېوادونو استخباراتي ادارو د تفرقې په رامنځته کولو سره د اسلامي نظام د جوړېدو د مخنيوي هڅې پيل کړې ، تنظیمونه يې رامنځته کړل او قومي او ژبني مسايلو ته يې لمن ووهله.”
د يادونې وړ ده، چې د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ د کمونستي حکومت پر وړاندې د افغانانو د جهاد پر مهال تر يو نيم ميليون زيات افغانان شهيدان او معيوب شول او په ميليونونو نور بې کوره او کډوال شول.
له بلې خوا د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې له ۲۰۰۱ کال وروسته افغانستان یو ځل بیا د امریکا او د هغې د متحدینو تر اشغال لاندې راغی.
خو د دوی په وینا د افغان ولس له شل کلنې مبارزې او مقاومت وروسته په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې د لاسلیک شوي تړون له مخې بهرني ځواکونه له هېواده ووتل او له هغه وروسته اسلامي امارت یو ځل بیا واک ته ورسېد.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA