د دغه وزارت ویاند فاضل محمد حسیني په دې اړه وایي:
«د اسلامي امارت لپاره دسعودي هېواد له لوري سږ کال د۳۰ زره حاجیانو سهم ورکړل شوی و. نن پنجشنبه دا پروسه پیل شوه او دا لړۍ به همداسې روان وي.»
حسیني دغه راز زیاتوي چې د حاجیانو د انتقال پروسه به د هېواد د څلورو زونونو او د هوایي شرکتونو کامیر او آریانا له خوا ترسره شي.
نوموړی همدا راز وایي، د حاجیانو د انتقال دا لړۍ به په یوه میاشت کې پای ته ورسېږي او یاد وزارت د حاجیانو لپاره اړینې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.
« دحجاجو دانتقال پروسه به افغانستان د څلورو زونونو او دوه هوایي شرکتونو کامیر او آریانا لخوا ترسره شي. موږ هیله لرو چې دا پروسه په ښه توګه ترسره شي او همدارنګه حاجیانو ته مواړین خدمات په نظر کې نیولي دي. دا پروسه به په یوې میاشت کې پای ته ورسیږي.»
د یادولو وړ ده چې په تېرو کلونو کې به افغان حاجیانو ته د خدمتونو نه برابرېدو له کبله حاجیانو شکایتونه کول، خو د حج اوقافو وزارت مسوولین وایي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ افغان حاجیانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.