د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ کلید ته وویل، له نیول شویو کسانو سره د نشهیي توکو بېلابېل توکي وو چې د پولیسو له خوا ونیول شول.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، د کابل پولیس شپهو ورځ هڅه کوي چې په ښار کې د هر ډول نشهیي توکو د پېر و پلور مخه ونیسي.
«د کابل پولیسو په تېرو دوو میاشتو کې ۲۴۶کسان د نشهیي توکو د پېر و پلور په تور نیولي. له نیول شویو کسانو سره ۲۷۰ ګرامه هیروین، ۷ عشاریه ۶۴ ګرامه شیشه، ۸۰زره ټابلیټ K، ۱۸ عشاریه ۲۱ کیلو ګرامه چرس، ۵۵۳ ګرامه تریاک، دو لیټر شراب، او ۲۰۰ سیټه تلیفونونه او شپر عرادي موټر ترلاسه شوي دي.»
خالد ځدراڼ همدارنګه کلید ته وویل، په تېرو دوو میاشتو کې نږدې ۳۰۰ متعادین راټول او ۳۳ جریبه ځمکه یې د نشهیي توکو له کښت پاکه کړې ده.
د پوځي چارو شنونکي همداراز له اسلامي امارت څخه غواړي چې د نشهیي توکو د پېر او پلور ترڅنګ یې د کښت مخه هم ونیسي.
د پوځي چارو شنونکی جنرال صادق شینواری وایي، د اسلامي امارت امنیتي ادارې باید په ټوله معنا هڅه وکړي چې په هېواد کې د نشهیي توکو د پېر او پلور ترڅنګ یې د کښت مخه هم ونیسي.
«د کوکنارو د کښت او قاچاق مخنیوی نه یوازې اوس مهال په افغانستان کې اړتیا لېدل کیږي، بلکې نړیواله ټولنه هم په دې برخه په افغانستان نیوکې کوي. هغوی وایي چې په افغانستان کې لا هم د کوکنارو قاچاق او کښت شته.»
د پوځي چارو یو بل شنونکی جنرال طاهر یرغل بیا وایي، که په هېواد کې د نشهیي توکو د پېر او پلور مخه ونیول شي، نو د جنایي جرمونو په پیښو کې هم د پام وړ کموالی راځي.
«نشهیي توکي په ټوله نړۍ خطرناک شی، دا توکي له جنایي جرمونو سره اړېکه لري، ځکه څوک چې په نشهیي توکو عادت وي، هغه د نشهیي توکو د لاسته راوړلو لپار هر ډول جنایت مخه کوي او په خپله د نشهیي توکو کارول یو جنایي جرم دی.»
څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت کلید ته ویلي و، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د نشه يي توکو د پروسس څه باندې ۱۲۵۰ کارخونې لمنځه وړل شوې دي.