ads

پر کرم شالون دروازې د حماس برید

حماس ډلې تېره ورځ د اسراییل پر کرم شالون سرحدي دروازې د برید مسوولیت منلی دی.

شېرشاه عزیزي
17 غویی 1403
پر کرم شالون دروازې د حماس برید

یادې ډلې ویلي چې د سرحدي دروازې ته څېرمه یې د اسراییل پوځي اډه په نښه کړې ده.
له یادې ډلې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر دې پوځه اډه یې لس توغندي ورتوغولي دي.
دوی ویلي، هدف یې د کرم شالون دروازه نه؛ بلکې پوځي اډه وه.
په همدې حال کې اسراییلي چارواکو تایید کړې چې په دغه برید کې د دوی درې پوځیان وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په برید کې لس تنه نور سرتېري ټپیان شوي چې د ځینو وضعیت نازک دی.
کرم شالون دروازه، چې غزې ته د بشري مرستو رسولو مهمه لار هم ګڼل کېږي، له دغه برید وروسته تړل شوې ده.
پر اسراییلو دا برید په داسې حال کې کېږي چې د مصر په پایتخت قاهره کې د غزې اوربند په اړه خبرې هم بېرته پیل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA