ويل کيږي چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه پنځوس فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
حماس ويلي، برید د دوی له نظامي سیمو لرې د عامو خلکو پر یوه کمپ شوی چې خوندي سيمه ګڼل کېده او فلسطيني بېځایه شوي کډوال پکې میشت وو.
د جمعې په ورځ د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیلو ته امر وکړ چې د غزې په رفح نظامي عملیات او بریدونه ودروي، خو لا هم اسرائیلو دغه غوښتنه نه ده منلې او بریدونه یې دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ