ads

په کونړ کې د ګرځنده روغتیایي ډلو جوړېدو هرکلی

کونړ عامې روغتیا ریاست په هڅو او د IMC موسسې په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت هغو لرې پرتو سیمو لپاره ګرځنده روغتیایي ډلې رامنځ ته شوې چې روغتیایي خدماتو ته په کې لاس رسی ګران دی.

نصرت الله بابکرخېل
20 غویی 1403
په کونړ کې د ګرځنده روغتیایي ډلو جوړېدو هرکلی

د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغه ګرځنده روغتیا یي ډلې به د کونړ ولایت په هغو لرې پرتو سیمو کې ولس ته روغتیايي خدمات ترسره کړي چې لاس رسی ورته نه لري.
د کونړ عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص د دغه ګرځنده روغتیا ډلو ډاکټرانو ته سپارښتنه کړې چې د کونړ ولسونو ته پر وخت او معیاري خدمات تر سره کړي.
نوموړي وړاندې وویل:
«دا ګرځنده ورغتیا يي مرګز مو (I.M.C) په همکارئ ترتیب کړو. دا به هغو ساحو ته رسیده ګي کوي چې ولس سحي خدماتو نه محروم دي، دوی به هغو ته په خپلو ساحو کې معیاري روغتیا یي خدمات وړاندې کوي. د دغه ټيم په جوړښت کې (M.D) ډاکټر، نرس ، قابله او په کافي اندازه درمل شامل دي.»
بل لورته د کونړ اوسېدونکي د روغتیا ریاست له دې اقدامه د هرکلي ترڅنګ د یاد ریاست له مسوولینو وغوښتل چې په سیمو کې یې دایمي روغتیا يي مرکزونه جوړ کړي.
د اسداباد یوتن قومي مشر حاجي سید عظیم وايي د دې کرځنده روغتیايي ډلو په جوړیدو خوښ دي او زیاتوي، چې د دې روغتیايي مرکزونو پر مټ به زموږ هغه ولسونه به له روغتیايي خدماتو برخمن شي، چې په لرې پرتو سيمو کې اوسېږي.
نومړي زیاته کړه:
« دا زموږ د ولس اشد ضرورت وو. ډېر ولسونو به پخير د دې روغتیايي ټيمونو په واسطه به له روغتیايي خدماتو برخومن شي، او زموږ د خلکو ډېر مشکلات به پرې حل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د عامې روغتیا ریاست له لوري د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه هم جوړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA