د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د نوموړي سفر د اپریل له ۲۶مې پیل او تر دېرشمې نېټې به دوام وکړي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، مرستیال وزیر به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو او د نورو هېوادونو له ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې د راغلیو معلوماتو پر بنسټ، جان بس به اسلاماباد ته په سفر کې د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره د متحدهایالاتو او پاکستان په یو لړ سیمهییزو او دوه اړخیزو مسایلو هم بحثونه ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ