ads

الله محمد غضنفر؛ ای پي ایل سیالیو کې د کلکتې لوبډلې سره تړون وکړ

د هند په ای پي ایل سیالیو کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې الله محمد غضنفر سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ

کامران احمدزی
10 وری 1403
الله محمد غضنفر؛ ای پي ایل سیالیو کې د کلکتې لوبډلې سره تړون وکړ

نوموړی به هلته د مجیب الرحمن پر ځای لوبه کوي.

یادې لوبډلې پر خپلې فیسبوک پاڼې د الله محمد غضنفر د اخیستو خبر ورکړی دی.

مجیب الرحمن څه موده وړاندې ټپي شوی وو، چې لاهم لوبو ته په بشپړ ډول چمتو نه دی.

یادې لوبډلې سره بل افغان لوبغاړی رحمن الله ګربز هم لوبیږی، چې تر اوسه د لوبېدو چانس نه دی ورکړل شوی.
د یادونې ده، چې الله محمد غضنفر ۱۶ کاله عمر لري او تر اوسه یوازې د ایرلنډ خلاف په دوه پنځوس اوریزو سیالیو کې برخه اخیستې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA