ads

د هند په ای پي ایل کې لس کلن ریکارډ مات شو

تېره شپه د ممبي اینډینز او سنرایزر حیدر اباد لوبډلو پ لوبه کې حیدر اباد لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په شلو اورونو کې د ۲۷۸ منډو هدف وټاکه او په دې سره یې په دغو سیالیو کې تر ټولو لوړ هدف کېښود.

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 وری 1403
د هند په ای پي ایل کې لس کلن ریکارډ مات شو

تر دې نږدې لس کاله وړاندې بنګلور لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۶۳منډو هدف ورکړی و.
د تېرې شپې په لوبه کې د حیدر اباد لپاره ابیشک شرما د سږکال تر ټولو چټکه نیمه سلیزه جوړه کړه.
ممبي لوبډلې د ورکړل شوي ۲۷۸ هدف په مقابل کې ۲۵۶ منډې جوړې او سیالي یې د ۳۱ منډو په توپیر وبایلله.
له ممبي لوبډلې سره افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل هم شته، خو په تېرو دواړو لوبو کې چانس نه و ورکړل شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA