ads

د غوايي اوومه؛ پر سردار محمد داود خان د کودتا ۴۶مه کالیزه

نن د ثور یا غوايي، اوومه نېټه ده، چې افغانستان کې پر لومړني جمهور رییس سردار محمد دوادخان د شوې کودتا له ۴۶مې کالیزې سره برابره ده

نویسنده: Kamran Ahmadzai
7 غویی 1403
د غوايي اوومه؛ پر سردار محمد داود خان د کودتا ۴۶مه کالیزه

په ۱۳۵۷ کال د غوايي میاشتې په اوومه نېټه خلق دیموکراتیک ګوند پوځي ځواکونو کې د نفوذ په پایله کې پر سردار محمد داوود خان کودتاه وکړه، چې د افغانستان په تاریخ کې د تورې کودتا په نوم هم یادیږي.

یادې کودتا کې د سردار محمد داوود خان په ګډون د هغه د کورنۍ ۱۷ غړي ووژل شول.

تر دغې کودتا وروسته؛ خلق دیموکراتیک ګوند په افغانستان کې ۱۴ کاله واکمني وکړه، چې بلاخره په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدینو له لوري واک لرې کړل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA