ads

د اسلامي همکارۍ ټولنې غوښتنې څه وې؟

د اسلامي همکارۍ ټولنې پر اسلامي امارت غږ کړی چې د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار حقونو په ګډون د افغانانو ټول بشري حقونه پر ځای کړي.

تاج ولي غورځنګ
17 غویی 1403
د اسلامي همکارۍ ټولنې غوښتنې څه وې؟

دا ناسته د روانې مې میاشتې پر څلورمه او پنځمه د لوېدیځې افریقا د ګامبیا په مرکز بانجول کې جوړه شوې وه چې د اسلامي نړۍ ځينو مشرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو او ډیپلوماټانو په کې ګډون کړی و.
د دغې دوه ورځنۍ ناستې ګډونوالو پر اسلامي امارت د افغان نجونو او ښځو د کار او زده کړې د حقونو خوندیتوب غږ کړی.
د دې ټولنې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، اړتیا ده چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د لږکیو د حقونو خونديتابه، له ترهګرۍ او نشه یې توکو سره د مبارزې او نورو ټولنیزو مسلو د هوارولو په برخه کې هڅې وکړې.
د اسلامي همکاریو ټولنې دې سرمشریزې په افغانستان کې د پراخ‌بنسټه حکومت پر اړتیا هم ټینګار کړی.
د چارو شنونکي هم پر اسلامي امارت غږ کوي چې نور باید په کور دننه هغه ډول مثبت ګامونه پورته کړي چې له نړۍ سره سیاسي تعامل ته لاره هواروي.
د سیاسي چارو شنونکي سیداکبر اغا په دې اړه کلید ته وویل:
«افغانستان ۴۵کلونو جګړې منفي خواته بېولی، نو ځکه افغانستان مخکې نه‌شي تللی. اوس اړتیا ده چې د افغانستان په اړه مثبت فکر وکړو، مثبته لاره جوړه او مثبت ګامونه پورته کړو.»
د سیاسي چارو بل شنونکی ډاکټر معین‌ګل څمکنی بیا وایي، اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې د نړۍ له تا ویلې، ماویلې وړاندې هغه څه وکړي چې افغانان په خپله اړتیا ورته لري.
«موږ ته په اوسنیو شرایطو کې پکار ده چې هغه ډول ګامونه پورته کړو چې اوسنۍ ستونزې حل شي او بهرنیو غاړو ته پلمې پاتې نه‌شي.»
ومو غوښتل چې په دې اړه د اسلامي امارت تازه نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه وو.
تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم لیکل شوي په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د نړیوالو سازمانونو د برخې مشر عبدالقهار بلخي برخه اخیستې وه.
د یاد سازمان سرمنشي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې له افغانستان سره باید مثبت تعامل وشي او د خبرو له لارې شته مسایل حل شي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA