د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس الرحمن موسی وايي، چي سږ کال د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې پر ۹۶ زره هکټاره ځمکه د غنمو کښت شوی، چې حاصلات به یې ۳۶۱ زرو ټنو ته ورسیږي.
د نوموړي په خبره، دا اندازه د تېر کال په پرتله لس برابره زیاتوالی ښيي. « سږ کال په ټوله کندهار کې پر ۹۶ زره هکټاره ځمکه د غنمو کښت شوی، چي کروندګر به ټولټال ۳۶۱ زره ټنه د آبي غنمو حاصلات راټول کړي، د غنمو د قاچاق مخه په پوره ډول سره نیول شوي ده او ټولي ادارې په دې برخه کې راسره همکارې دي».
کروندګر وايي، خوښ دي چې سږکال د نورو کالونو په پرته زیات اورښتونه وشول.
دوی وايي، پر کوکنارو له بندیز وروسته؛ په دغه ولایت کې ډېرو کروندګرو د غنمو کښت ته مخه کړې.
کروندګر حبیب الله وايي:«سږ کال الحمدالله د خپلو حاصلاتو څخه ډیر زیات خوشحاله یم، ښه حاصل یې کړی دي. اوس یو من غنم له سل افغانۍ څخه تر ۱۱۰ افغانیو پورې خرڅیږي.»
بل لورته د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات د پخوا په پرتله ډېر شوي، خو لایې هم قیمتونه نه دي ښکته شوي.
د کندهار اوسېدونکی جنید احمد وايي:« تېرو کالونو ته په کتو د غنمو حاصلات ښه دي، د قاچاق مخه یې هم نیول شوې، خو بیا یې هم نرخونه لوړ دي؛ زموږ غوښتنه ده چې د غنمو نرخونه کنټرول شي)).
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې وروستیو ورښتونو په زیات شمېر سیمو کې د خلکو کښتونه وځپل او باور دا و، چې ښايي د غنمو پر حاصلاتو هم منفي اغېز وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ