د دغې ادارې چارواکي وايي، په دې برخه کې د پروژو بندېدل به د دې لامل شي چې افغانستان نور هم زیانمن شي.
د یادې ادارې مالي او اداري معین عبدالسلام حقاني په کابل کې د ديني عالمانو يوې ګډې غونډې ته په وینا کې ويلي، هېوادونو د اقلیم د بدلون په برخه کې خپلې ګټې زیاتې په پام کې نیولي، خو پر افغانستان یې اغېزې ډېرې دي.
نوموړی زیاتوي، د هغو پروژو چارې چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې وو، باید بېرته پیل شي.
سره له دې چې افغانستان د ګل خانهيي غازونو په تولید کې دافغانستان ونډه په نشت حساب ده؛ خو بیا هم په نړۍ کې شپږم هغه هېواد دی، چې د اقلیم بدلون له کبله ډېر زیانمن شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ