د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې نن سهار اته بجې یې د تورخم دروازه په پاکستان کې د بند پاتې افغان مسافرو د راستنیدو په موخه پرانیستل شوه.
خوږیاڼی وایي، راستنیدو مسافر لپاره یې بشپړ روغتیایي تدابیر نیولي او اڼکل کیږي چې نن ورځ به شاوخوا پنځه زره مسافرین د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي.
عاطف مشعل: سبا ته د افغان مسافرو لپاره د تورخم دروازه پرانیستل کېږي
د کرونا وېروس د خپرېدو له وېرې د تورخم او سپین بولدک دروازې د مسافرو پرمخ تړل شوي دي، چې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته ولسونه بند پاتې دي.
دوی له دواړه حکمتونو غواړي چې د اختر لپاره دې دوه طرفه دروازه پرانیستي، ترڅو دواړه لوري یو بل سره په ګډه اختر تېر کړي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ