د ارګ خبرپاڼه وایي، امنیتي بنسټونو جمهور رییس غني ته ډاډ ورکړی چې د دې جرګې د امنیت خوندیتوب په برخه کې لازم امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي دي.
که څه هم ټاکل شوې چې سبا د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو او د سولې په تړاو لویه مشورتي جرګه پیل شي، خو د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني او طالبانو د دې جرګې له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړی دی.
د ولسي جرګې رییس څرګنده کړې چې د پاتې طالب بندیانو د خوشي کېدو لپاره د یادې جرګې رابلل غیرقانوني اقدام دی.
په ورته وخت کې طالبان وایي، له سیاسي هوکړې او سرتاسري سولې وړاندې د لویې مشورتي جرګې جوړېدل د ملت استازیتوب نه شي کولی.
د دې ډلې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دا جرګه قانوني حیثیت نه لري او باید ښکېل اړخونه د وخت اړتیاوې درک کړي او د فرصتونو پر وړاندې له خنډ رامنځته کولو ډډه وکړي.
بلخوا، د لویې مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون پرون د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې دا جرګه به د سولې پروسه بریالۍ کړي او یوې مثبتې پایلې ته به یې ورسوي.