د اسیا ملتونو جام په وروستي پړاو (پلې،اف» کې افغان فوټسال لوبډلې قرغیزستان ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۴میلادي کال د فوټسال نړیوال جام ته لاره ومونده.
دغه لوبه نن تر ماسپښین وړاندې په ټایلنډ کې ترسره شوه چې ۵-۳ په مقابل کې د افغانستان په بریا پایته ورسېده.
په پام کې ده چې د ۲۰۲۴میلادي کال د فوټسال نړیوال جام لوبې په ازبکستان کې ترسره شي.