د سرچینو په وینا، په دغو خبرو کې به د فلسطیني ادارې چارواکي حضور ونه لري.
د ترکیې ډیپلوماټیکو سرچینو هم ویلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» به هم د ریاض په خبرو کې برخه واخلي.
سعودي عربستان نن او سبا د نړیوالې اقتصادي غونډې کوربه دی.
که څه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ میاشتې پر ۲۵مه د یوه پرېکړه لیک په تصویب سره په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه کړې، خو د اوربند پر ټینګښت لا هم موافقه نه ده شوې.