ads

په افغانستان کې په خوار ځواکۍ د اخته درې میلیونه ماشومانو په اړه اندېښنه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو اف پي ) وايي،دوی په افغانستان کې په خوارځواکۍ د هرو درېیو اخته ماشومانو له ډلې یوازې د یوه ملاتړ کولی شي.

نویسنده: Kamran Ahmadzai
21 غویی 1403
په افغانستان کې په خوار ځواکۍ د اخته درې میلیونه ماشومانو په اړه اندېښنه

یادې ادارې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې سازمان د بودجې کموالي تر ټولو ډېر اغېز پر مانو کړی.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې، دا مهال په افغانستان کې شاو خوا ۳ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو، په افغانستان کې په هرو سلو کسانو کې ۴۷ یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA