د یاد وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې له چینایي قرار دادی شرکت څخه یې غوښتي تر ځو په یوه میاشت کې د استخراج چارې پیل کړيږ
نوموړي ویلي چې د چین د قراردادي شرکت ټولې پلمې پای ته رسېدلې او باید د کان د استخراج کار پیل کړي.
تر دې وړاندې د کانونو او پیترولیم وزارت سرپرست وزیر ویلي وو، اجازه نه ورکوي چې له مس عینک څخه د استخراج شویو مسو د پروسس چارې له هیواده بهر ترسره شی.
خو لا هم نه ده څرګنده چې د ایم سي سي چینایي شرکت به د پروسس پړاو څنګه او چېرته تر سره کړي.