د دغه هېواد دفاع وزیر بوریس پیستوریوس یوې خبري غونډې ته ویلي چې د اوکراین لویدیځ متحدان به کیف ته د هایمرس توغندیو درې سیستمونه ورکړي.
نوموړي دغه څرګندونې له خپل امریکایي سیال لویډ اسټن سره تر ملاقات وروسته وکړې.
د هایمرس توغندیو سیستم چې پر لاریو هم نصبیدای شي، په یوه مهال څو پرله پسې هدایت شوي توغندي توغوي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې اوکراین ته هغه میزایل ورکړل شوي وو چې یوازې اتیا کیلو متره واټن یې وهلی شوای.