ads

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د چټکو روغتیایي خدماتو خبر ورکړ

ډاکټر محمد جواد عثماني نن د یوې غونډې په ترڅه کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته سرپرست او نوماند وزیر په صفت معرفي شو.

شمس الرحمن شمس
15 غبرګولی 1399
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د چټکو روغتیایي خدماتو خبر ورکړ

عثماني په دغه خبرې غونډه کې وویل چې د خپلو همکارانو په ملاتړ به ګړندۍ هڅې پیل کړي، ترڅو افغانستان کې له کرونا وېروس څخه خلکو ته نجات ورکړي.

نوموړي وویل، کرونا وېرس د افغانستان خلکو لپاره یو جدي ګواښ دی او تر اوسه په دې برخه کې بنیادي کارونه نه دي شوي.

«په دې باوري یم چې د افغانستان روغتیایي سکټور له بده مرغه له کرونا وړاندې هم په نارمل وخت کې کرونا نه ده کنټرل کړې، او د کم کیفیت له کبله د خلکو باور یې نه دی ترلاسه کړی»

په همدې حال د کې د روغتیا وزارت مخکېنی وزیر فیروز الدین فیروز یادې غونډې ته د خپلو خبرو په جریان کې وویل، چې دوی تر خپلې وسې کار کړی خو په وینا یې بیاهم ستونزې موجودې وې.

«کارونه چې شوې ښه و، خو کافي نه و، دا چې روغتیا وزارت کې ستونزې شته او ستونزې به پاتې وي، خو بیا هم په ټول افغانستان کې مو مرکزونه زیات کړل او باید ووایم چې له څلور سوه څخه زیات تشخیصي مرکزونه مو رامنځته کړل»

دا په داسې حال کې ده چې پرون په ارګ کې جمهور رییس محمد اشرف غني لخوا درې وزارتونو ته سرپرستان وزیران معرفي شول، چې له ډلې د روغتیا وزارت یې ډاکټر محمد جواد عثماني، د ښار جوړوني او ځمکو ورارت ته یې محمود کرزی، د ښځو چارو وزارت ته یې حسینه صافۍ او اجمل احمدي یې د افغانستان بانک ریاست ته رسماًم معرفي کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA