ads

ارزګان کې په يوه کال کې ۱۵۰۰ جراحي عملياتونه ترسره شوي

ارزګان کې روغتيايي مسولين وايي د ترينکوټ په ولايتي روغتون کې په تير يوه نيم کال کې ۱۵۰۰ جراحي عملياتونه ترسره کړي دي.د ولايتي روغتون مسولين وايي چې په دې ورستيو کې ۳ داسې جراحي عملياتو هم کړي دي چې تردي وړاندي په دي ولايت کې نه وه شوي.په ورته وخت کې هغه ناروغان چې جراحي عملياتونه یې کړي دي زيات خوشحاله دي.

احسان الله ولسمل
24 لیندۍ 1401
ارزګان کې په يوه کال کې ۱۵۰۰ جراحي عملياتونه ترسره شوي

ارزګان چې د هېواد په جنوب کې پروت ولايت دی زيات خلک يې روغتيايي خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري.

د ترينکوټ د ولايتي روغتون د عمومي جراحۍ ډاکټر حبیب الله باوري وايي چې په دې ولايت کې په يو نيم کال کې یې ۱۵ سوه جراحي عمليات ترسره کړي دي.

نوموړي وويل چې په دې ورستيو کې ۳ داسې عملیاتونه یې هم ترسره کړي دي چې تردې وړاندې په دې ولايت کې نه وو شوي.

نوموړي وويل دغه ۳ عمليات د کولمو سرطان، ښځينه پيسټولام(دغټو کولمو راوتل) او اورپيډي دي.

هغه وايي:«موږ ۱۵ سوه عمليات په دغه يو نيم کال کې کړي دي چې ۳ یې غټ عملياتونه يو د کولمو سرطان دوهم يوې ښځې پیسټولام او دريم اورپيډي عمليات وو چې دلته د جراحي په برخه کې ترسره شوي دي او دا لومړی ځل دی چې دغه ډول عملياتونه په دي ولايت کې ترسره شول.»

هغو ناروغانو ته  چې په لومړی ځل دا  ډول لوړ عمليات شوي دي زيات خوشحاله دي او زياتوي دومره توان يې نه درلود چې د يادو عملياتو لپاره ګاونډيو ولايتونو او ياهم بحر ته تللي وای.
يو تن ناروغ چې د کولمود سرطان ناروغي يې درلوده وايي چې اوس روغ شوی دی او درملنه يې په همدې روغتون کې شوې ده.

نوموړي وويل:«ما دومره وس نه وه چې بل ځاي مې درملنه کړی وايي کور يې ددغه ډاکټرانو ودان چې زما ددي لويي ناروغۍ علاج يې دلته وکړي اوس زه روغ جوړ يمه بیا هم زه ډيره مننه ورڅخه کومه.«

په ورته وخت کې ددې روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال وايي چې په دې ورستيو کې د شته امکاناتو څخه په استفادې په جراحي برخه کې د يوې مياشتي په موده کې تر ۱۲۰ عمليات ترسره کوي.
هغه وايي اوس د پخوا په پرتله په دې روغتون کې خد مات ښه شوي دي او د ناروغانو ښه درملنه کیږي.

:«په دي وروستیو کې یو شمېر پرسونل مقرر شوي دي هره مياشت ۱۲۰ ډوله مخلتف عمليات تر سره کيږي د تيرو وختونو په پرتله يې ډير تغير کړی دی کيدای شي تاسو هم دلته ځينې بدلونونه د نورو وختونو په پرتله احساس کړي وي هغه امکانات چې موږ ته په واک کې راکړل شوي دي د هغو څخه مو ښه استفاده کړې ده.»

داپه داسي حال کې ده چې تردې وړاندې په دې ولايت کې خلکو په ياد روغتون کې د خدماتو د نه ترسره کيدو له امله شکايت در لود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA