ads

د ارزګان سلګونه زده کوونکي د کانکور له ازموینې پاتې شول

ارزګان، چې کلونه کېږي پکې جګړه روان ده، له امله يې سلګونه زده کوونکي د کانکور له ازموينې بې برخې پاتې شول.

احسان الله ولسمل
29 چنګاښ 1399
د ارزګان سلګونه زده کوونکي د کانکور له ازموینې پاتې شول
په دغه ولایت کې د يکشنبې په ورځ د کانکور ازموينه واخيستل شوه چې د ارزګان د پوهنې ریيس میرزا محمد سالارزوي په خبره، د ۱۴۵۴ فارغو زده کوونکو له ډلې يوازې ۵۹۳ تنه زده کوونکو په کانکور کې ګډون وکړ.
نوموړی دغه ډول حالت د اندېښنې وړ ياده وي او زياتوې چې لامل يې نا امني، د جګړو دوام، د عامه پوهاوي نشت او ورته نور موارد دي.
ده له خلکو وغوښتل چې د عامه پوهاوي په برخه کې ورسره همکاري وکړي څو په راتلونکي کې د کانکور په ازموينه کې د زده کوونکو شمېر لوړ شي.
«په ۱۳۹۹ کال کې ۱۴۵۴ کسان له دولسم ټولګيو فارغ شوي، چې له جملې یې ۵۹۳ کسان د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړ او دغه حالت خورا د اندېښنې وړ دی.
نا امني، فقر، جګړه او د عامه پوهاوي نشت یې لاملونه دي.»
په ورته مهال هغه زده کوونکي چې د کانکور په دې ازموينه کې یې ګډون کړی وايي، روانو جګړو له زده کړو څخه بې برخې کړي او ښوونځي يې هم د جګړو ډګرونه ګرځېدلي دي.
دغه زده کوونکي وايي، په سختو شرايطو کې یې زده کړې کړې او حکومت دي ورته پاملرنه وکړي.
«زموږ په ولسواليو کې د تعليم کچه بېخي ټيټه ده، دوې لېسې دي، په هغو کې زده کړي جريان لري. نور ټول ښوونځي بندي دي.»
دا په داسي حال کې ده چې ارزګان د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې لږ شمېر خلک يې ليک لوست ته لاس رسی لري.
په ورته وخت کې د دغه ولایت ډېر لږ شمېر زده کوونکي د کانکور په ازموینه کې بریالي کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA