ads

په ارزګان کې یو نفوذي کس پوسته سقوط کړې

د ارزګان سیمه‌ییز چارواکي وایي، یو نفوذي بریدګر د ارزګان مرکز ترينکوټ په چینارک سیمه کې د سیمه‌ییزو پاڅونوالو یوه پوسته سقوط کړې ده.

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 زمری 1399
په ارزګان کې یو نفوذي کس پوسته سقوط کړې

د دغه ولایت د والي وياند زړګی عبادي وايي، پېښه تېره شپه رامنځته شوې چې پکې مېشت څلور ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
هغه وايي، یاد کس تر پېښې وروسته د پوستې ټول پوځي وسایل او وسلې له ځان سره وړې او رنجر موټر ته یې اور اچوولی دی.
د عبادي په خبره، پوستي ته نور سرتيري رسېدلي او حالت تر کنټرول لاندې دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA