ads

ارزګان ته زرګونه تدریسي کتابونه رسېدلي

په ارزګان کې د پوهنې رياست چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولايت ښوونځیو او دیني مدرستو ته زرګونه ټوکه کتابونه ور رسېدلي.

احسان الله ولسمل
19 زمری 1401
ارزګان ته زرګونه تدریسي کتابونه رسېدلي

د چارواکو په خبره، په دغو کتابونو کې دوه لکه او ۶۴ زره د ښوونځیو، شپږ زره او پنځه سوه پنځوس د ديني مدرسو او ۲۲زره او ۷۰۰ د اسلامي امارت لخوا ځانګړي شوي کتابونه شامل دي.
د ارزګان د پوهنې رییس مولوي حقنما له کلید سره په خبرو کې وویل، د يادو کتابونو په ترلاسه کولو سره به په ښوونځيو او ديني مدرسو کې د زده کوونکو شته ستونزې حل شي.
«دوې ورځې مخکې موږ ته د وزارت لخوا څخه دوه لکه او څلور شپیته زره « ۲۶۴۰۰۰» د ښوونځيو، شپږ زره او پنځه سوه پنځوس«۶۵۵۰ » د دیني مدرسو او ترڅنګ يې ۲۲۷۰۰ هغه کتابونه چې د اسلامي امارت لخوا څخه د نوي نصاب لپاره جوړ شوي وه راته ورسيدل چې په دې سره به انشاالله زموږ ستونزې حل شي.»
دغه زده کوونکي چې په ارزګان کې د «سيدال خان» په عالي لېسه کې له کتابونو د کمښت سره مخ وو، چې د کتابونو په ور رسېدو زیات خوشاله دي.
دوی وايي، که څه هم اوس ښوونيز کال نيمايي ته رسېدلی، خو باور لري چې د کتابونو په ترلاسه کولو سره به يې زده کړو کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.
«زمانوم احمد الله دي د «سيدال خان» ليسي زده کوونکي يم، دغه کتابونه به زموږ ډېرې ستونزې حل کړي؛ که څه هم نيمايي کال تير شوی، خو بیا به هم زموږ ډيرې ستونزې ورسره حل شي.»
په ارزګان کې د يونيسف ولايتي مسول ډاکټر فواد وايي، دوی د ښوونځيو او مدرسو زده کوونکو ته ۲۰ زره د لاس مينځلو صابونونه، څه کم ۶۰۰ تباشير او ۱۴۵ بکسې قرطاسيه ورکوي.
هغه زياته کړه :
«موږ په ارزګان کې ښوونځيو او ديني مدرسو لپاره ۲۰ زره د لاس مينځلو صابونونه،۵۸۷ سپین تباشیر، ۱۴۵ بکسه قرطاسيه ويشو. په تېرو دوو اوونيو کې موږ ۶ زره د تدرسي مواد، کيټونه چې بېلابېل تدریسي مواد پکې موجود وه؛ له زده کوونکو سره د مرسته کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې لاهم په ارزګان کې زده کوونکي د زده کړې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ان په ډېرو سیمو کې زده کړو ته هم لاسرسی نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA